اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي چې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي بریدونه د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د افغانستان د حاکمیت په تړاو د امنیت د شورا او د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرېکړهلیکونو ډاګیز نقض دی.
ښاغلي فایق نن شپه (چهارشنبه، ۵ د مرغومي) پر ایکس لیکلي: «موږ دا بریدونه د هغو توجیه او له تروریزم سره د مبارزې ادعاوو ته له پام پرته، غندو.»
ده زیاته کړې چې د افغانستان خلګ له اوږده مهاله له تروریزم څخه کړېدلي؛ هغه که په خپله ترهګرې ډلې وي او که یې ملاتړي دولتونه وي.
د فایق په وینا، د «ښه تروریست» او «بد تروریست» تر منځ هیڅ توپیر نشته او «تروریزم په هره بڼه په نړیواله توګه غندل شوی او باید مقابله ورسره وشي».
تېره شپه د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر یو ځینو سیمو بمبار وکړ.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت اعلان کړی چې د پاکستان پوځ په برمل ولسوالۍ کې څلور سیمې په نښه کړې دي او له کبله یې ۴۶ تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
ده ویلي چې د دې بریدونو اکثریت قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د طالبانو دفاع وزارت تېره شپه اعلان وکړ چې په دې بریدونو کې تر ډېره وزیرستاني کډوال په نښه شوي او یو شمېر ماشومان او ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.
یو شمېر سرچینو راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پټنځایونه په نښه شوي دي.
د پاکستان پوځ تر اوسه د دې بریدونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
دا بریدونه په داسې حال کې را منځ ته شول چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په کابل کې دی او له طالب چارواکو سره په خبرو اخته دی.