اطلاعات روز: د طالبانو د وياند مرستيال حمدالله فطرت وايي، د پکتيکا د برمل ولسوالۍ پر څلورو سيمو د پاکستاني پوځ د بمبارۍ په ترڅ کې ۴۶ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، د فطرت په حواله لیکلي، چې د دغه بریدونو ډېری قربانيان ښځې او ماشومان دي.
دغه طالب وياند زياته کړې چې د پاکستان په هوايي بريدونو کې يو شمېر کورونه هم ويجاړ شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، تېره شپه (سې شنبه، ۴ د مرغومي) د پکتيکا د برمل ولسوالۍ پر ځينو سيمو پاکستاني پوځيانو بمبار کړى دى.
د سرچينو په وینا، چې په دې ولسوالۍ کې لږ تر لږه څلور سيمې په نښه شوې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې په دې بریدونو کې ملکي وګړي چې ډیری یې وزیرستاني کډوال دي په نښه شوي.
د اطلاعات روز خبریال د دغه برید دقربانیانو انځورونه هم ترلاسه کړي دي. په دغو انځورونو کې د ماشومانو جسدونه لیدل کېږي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د څلورو پاکستاني امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان د سې شنبې په ورځ په نادره هوايي بریدونو کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان څو مشکوک پټنځایونه په نښه کړي دي.
د پاکستان پوځ تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د دفاع وزارت دغه بریدونه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او ښکاره تیری بللی او ویلي یې دي چې «دا بزدلانه عمل به بې ځوابه پرېنږدي او پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دا ډول خپلسري اقدامات د هېڅ ستونزې حل لار نه ده».
پاکستان په ځلونو د هېواد په ختیځو ولایتونو کې پر سرحدي سیمو بریدونه کړي او ویلي یې دي چې د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه او غړي یې په نښه کړي دي.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې په کابل کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له دې څو ساعته مخکې له طالب چارواکو سره ګډې ناستې درلودې.