close

کونړ کې د «نامشروع اړیکو» په تور یوه نجلۍ او هلک په ډزو وژل شوي

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې یوه نجلۍ او یو هلک د «نامشروع اړیکو» په تور په ډزو وژل شوي دي.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې دا پېښه تېره ورځ (سې شنبه ۴ د مرغومي) غرمه مهال د چپې درې ولسوالۍ اړوند «وطلې» سیمه کې رامنځته شوې.

سرچینې زیاتوي، چې د دې پېښې د سپیناوي لپاره د هلک د کورنۍ غړي د نجلۍ کورنۍ ته ورغلي وو، چې د نجلۍ کورنۍ له لوري پر هغوی هم ډزې شوي، چې له امله یې یو بل کس هم ټپي شوی.

سرچینه زیاتوي، چې تر اوسه د دې پېښې اصلي څرنګوالی نه دی معلوم؛ خو د نجلۍ کورنۍ ویلي، چې هلک او نجلۍ یې له یو بل سره د نامشرع اړیکو په تور وژلي دي.

تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې هم یو هلک او یوه نجلۍ د نامشروع اړیکو په تور په ډزو وژل شوي وو.