close

په کابل کې د دوو روغتونونو پرځای د سوداګریز مرکز جوړول؛ طالبانو د ځمکې نرخ له ورځني نرخ څخه ټیټ ټاکلی

اطلاعات روز: اطلاعات روز ورځپاڼې داسې اسناد ترلاسه کړي چې د طالبانو د «پانګونې بین الوزارتي کمیټې» د کابل په مرکز کې د «رابعه بلخي» او «ستوماتولوژي» روغتونونو ځمکې متر مربع په ۸۰ زره افغانۍ په یوه خصوصي شرکت چې «ګلبهار انویسمنټ گروپ» نومیږي پلورلې دي.

د دې اسنادو له مخې، دا نرخ د ورځني ټیټ نرخ څخه ۱۵زره افغانۍ او د لوړ ورځني نرخ څخه ۳۰زره افغانۍ ټیټ دی.

دغه اسناد ښيي چې د طالبانو د عدلیې وزارت د دغې ډلې د چارو د ادارې له غوښتنې سره سم د «کابل ښار د معاملاتو د لارښوونې اتحادیې» څخه غوښتي چې د دغو دوو روغتونونو د سپینو ځمکو بیه او ارزښت معلوم کړي.

د يادو اسنادو له مخې، په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې درېيو دفترونو د ورځني نرخ له مخې، د دغو دوو روغتونونو د سپينې ځمکې لپاره د هر متر مربع بيه ٩٥ زره، ١٠٠ زره او ١١٠ زره افغانۍ وړاندې کړې ده.

خو، د طالبانو د «پانګونې بین الوزارتي کمیټې» چې مشري یې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي، د روان لمریز کال د وږي د میاشتې په ۱۳مه نېټه په خپله غونډه کې د «پانګونې د هڅونې» په موخه د دې روغتونونو د هر متر مربع ځمکې بیه ۸۰زره افغانۍ ټاکلې ده.

دغه اسناد ښيي، چې د کابل ښاروالۍ تخنيکي کمېټې د کابل ښار په دويمه ناحيه کې د دغو دوو روغتونونو ځمکه نهه زره او ٦٢٧.٨٦ متره مربع، چې معادل يې ۴.۸۱ جريبه کېږي اندازه کړې.

د يادو اسنادو له مخې، ټاکل شوې چې د «ګلبهار انویسمنټ گروپ» خصوصي شرکت د دغو دوو روغتونونو پرځاى يو سوداګريز مرکز جوړ کړي او پرځاى به يې د کابل ښار په يوه بله برخه کې په عصري وسايلو سمبال دوه روغتونونه جوړ کړي.

د طالبانو د «پانګونې بین الوزارتي کمیټې» دا نه ده څرګنده کړې چې د کابل په کومه سیمه کې به دوه نور روغتونونه جوړ شي.

د «رابعه بلخي» او «ستوماتولوژي» روغتونونه د کابل ښار په مرکز «فروشګاه» سیمه کې موقعیت لري.

«رابعه بلخي» روغتون د ښځو لپاره ځانګړی دی او د «ستوماتولوژي» روغتون هم د غاښونو او د کابل طبي پوهنتون د غاښونو د پوهنځي زده کړییزه څانګه بلل کېږي.

دا دوه روغتونونه په کابل کې له نسبتاً پخوانیو روغتونونو څخه ګڼل کېږي.