اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې یوې نجلۍ له یو ځوان هلک څخه «تناسلي اله» پرې کړې.
یوې سرچینې وویل، چې دا پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۵ د مرغومي) د غازي اباد ولسوالۍ اړوند «څوکۍ» کلي کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې دا ځوان د کوزې پښتونخوا د سوات له شانګلې سیمې څخه د کونړ غازي اباد ولسوالۍ ته له خپلې کورنۍ سره راکډه شوی و.
د سرچینې په وینا، چې نجلۍ د دغه ځوان تناسلي اله هغه مهال پرې کړې، چې غوښتل یې له نوموړې سره «نامشروع اړیکې» ټینګې کړي.
د سرچینې په خبره، یاد ځوان د لومړنۍ درملنې لپاره د غازي اباد ولسوالۍ روغتون ته بېول شوی و، چې وروسته د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې ورته پېښې را منځته شوي، چې لامل یې تر ډېره د کورنیو له لوري خپلو اولادونو ته پر وخت واده نه کول بلل کېږي.