close
PHOTO: RADIO PAKISTAN/FILE

په پکتیکا کې بمبار؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د اطلاعاتو پر اساس د امنيتي ګواښونو پر خلاف عملیات شوي

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د دې هیواد هوایي بریدونه تایید کړي او ویلي یې دې چې د اطلاعاتو له مخې په سرحدي سیمو کې د امنیتي ګواښونو پر خلاف عملیات شوي.

د پاکستان جیټ الوتکو د سې‌شنبې په شپه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو بمبار وکړ. طالبان وایي چې په دې بمبار کې وزیرستاني کډوال په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون د هغوی یو شمېر کسان وژل شوي دي. طالبان د پاکستان د بمبار له امله د وژل شویو شمېر ۴۶ ښودلی دی.

د ډان نیوز له راپور سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نن (پنجشنبه، ۶ د مرغومي) په یوه خبري غونډه کې وویل: «د استخباراتي معلوماتو له مخې د پاکستان له لوري د افغانستان په سرحدي سیمو کې عملیات شوي دي.»

دې زیاته کړې چې دا کار «د پاکستاني وګړو د امنیت پر خلاف له ګواښونو» سره د مبارزې په موخه شوی دی.

په عین مهال کې دې پاکستاني چارواکي ټینګار کړی چې پاکستان «تل له افغانستان سره په اړوندو مسایلو کې خبرې لومړیتوب ګڼلې دي».

دې ویلي: «موږ د افغانستان تمامیت او حاکمیت ته درناوی لرو.»

د پاکستان د بریدونو په وړاندې طالبان توند غبرګون ښودلی او دې ډلې دا یو ښکاره تېری بللی او ویلي یې دې چې بې ځوابه یې نه پرېږدي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و او هغه ته یې خپل اعتراض لیک سپارلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د پاکستان د بریدونو په تړاو ویلي چې که دا هیواد پر افغانستان د تېري اراده لري، نو په افغانستان کې د انګریزانو، شوروي او امریکا پایلې دې وګوري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدا راز ویلي چې د افغانستان ټیټ ګڼل بې انصافي ده، ده ویلي: «هغوی [پاکستاني سیاستوالو] ته یوه مشوره ورکوو چې که افغانستان ټیټ ګڼئ، نو یو ځل د شوروي اتحاد له حاکمانو سره مشوره وکړئ. یو ځل د انګریزانو تاریخ ولولئ. یو ځل د امریکا او ناټو انجام هم ووینئ چې اوس هم په سترګو لیدل کېږي.»

د سې‌شنبې په شپه د پاکستان بریدونه په داسې مهال کې ترسره شول چې د دې هیواد پلاوی په کابل کې له طالبانو سره په خبرو اخته دی.

دې هیواد تر دې وړاندې هم د افغانستان پر پوله پرتو سیمو راکیټي او هوایي بریدونه کړي دي.