close

طالبان خبر ورکوي چې کونړ کې یې د داعش یو جنګیالی وژلی

اطلاعات روز: کونړ د طالبانو اړوند یو شمېر امنیتي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ډلې استخباراتو د یاد ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د داعش ډلې د یوه غړي پر ضد ځانګړي عملیات کړي او هغه یې وژلی.

یوې امنیتي سرچینې ویلي چې دا عملیات نن (دوشنبه، ۱۰ د مرغومي) د نرنګ ولسوالۍ په «چهار قلعه» سیمه کې ترسره شوي.

د طالبانو په وینا، د داعش ډلې دا جنګیالی چې د ماڼوګي ولسوالۍ اوسیدونکی و، «سید ملا» نومېده او په «حماس» مشهور و چې د عملیاتو پرمهال یې د کورنۍ دوه مېرمنې او یو ماشوم هم ټپیان شوي.

طالبانو ویلي چې دې عملیاتو کابو یو ساعت دوام درلود او نوموړي د طالبانو په وړاندې مقاومت هم کړی دی.

طالب سرچینو زیاته کړې چې د داعش دا جنیګالی پاکستان ته هم تللی و او په بلوچستان کې یې جګړییزې زده کړې کړې وې او تازه کونړ ته را ستون شوی وو او په دې ولایت کې د داعش ډلې د هدفي وژنو او استخباراتو مسوول هم و.

تر اوسه کونړ کې د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولینو او داعش وسلوالې ډلې په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې په ۸ مه نېټه هم طالبانو د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات کړي و چې په پایله کې یې د داعش ډلې یو غړی وژل شوی و.