close
Photo: UNAMA

افغانستان کې د چاودیدونکو توکو مرګوني خطرونه؛ په تیر یو کال کې ۴۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۴۵۵ کسان د چاودیدونکو توکو د خطرونو سره تړلو پېښو کې وژل یا ټپیان شوي دي.

د دې ادارې د راپور چې نن (سې شنبه، ۱۱ د مرغومي) خپور شوی، پکې ویل شوي چې ۳۵۹ قربانیان ماشومان وو.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې زیاته کړې چې په روان کال کې یې په افغانستان کې د چاودیدونکو موادو له خطرونو سره تړلې ۲۳۴ پېښې ثبت کړي دي.

یادې کمېټې ویلي، چې افغانستان لاهم د چاودیدونکو توکو پر وړاندې یو له متضررو هېوادونو څخه دی.

د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان ځمکه په ماینونو او چاودیدونکو موادو ککړه شوې ده.

ملګري ملتونه وایي، چې په افغانستان کې درې میلیونه خلک له جګړې څخه د پاتې ماینونو او چاودیدونکو توکو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي.

سره صلیب ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې یې د افغانستان له سرې میاشتې ټولنې سره یو ځای د هېواد په کچه تر ۲۴۰ زرو زیاتو خلکو ته د پوهاوي پروګرامونه برابر کړي دي.

افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د دوامداره پاملرنې غوښتنه

سره صلیب په خپل راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې لاهم ټولنې له سختو حالاتو سره مخ وې او دا وضعیت د اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو او د څو لسیزو وسله والو جګړو له امله رامنځته شوی.

دې ادارې زیاته کړې چې نړیوال بندیزونه او د بهرنیو مرستو کمښت نورې ستونزې جوړې کړي او د هېواد وضعیت یې نور هم خراب کړی.

سره صلیب ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه خلک له فقر، د خوړو له نه خوندیتوب او اساسي خدماتو لکه روغتیايي پاملرنې ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشرې کاترینا ریتز ویلي، چې د متضررو ډلو، په ځانګړې توګه ښځو، ماشومانو، او معلولیت لرونکو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغې زیاته کړې: «دا د اندېښنې وړ حالت نړیوالې دوامدارې پاملرنې او اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا لري، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې اړینو کسانو ته ضروري مرستې رسیږي.»