اطلاعات روز: په هلمند کې ځایي سرچیني وایي چې د دې ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې یو ځوان د نامعلومو کسانو له لوري د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
ځايي سرچینې وایي چې پېښه نن (سېشنبه، ۱۱ د مرغومي) د نهرسراج ولسوالۍ اړوند «نوروز ښاخ» سیمه کې رامینځته شوې او د «احسان الله» په نوم ځوان د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د سیمې یو اوسېدونکي وايي چې احسان الله د نهرسراج ولسوالۍ د نوروز ښاخ اصلي اوسېدونکی و او نن ۳ بجې یې جسد موندل شوی.
د پېښې د علت په اړه معلومات نه دې ترلاسه شوي.
د احسان الله کورنۍ وایي چې دوی له چا سره شخصي دښمني نه لري او نه هم د نوموړي ژوند له کوم ګواښ سره مخ و.
د پېښې په اړه ځایي طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د ناڅرګندو کسانو لخوا د مرموزو وژنو پېښې زیاتې شوې دي.