close
Photo: ANI

یو څېړنیز بنسټ: ۲۰۲۴ کال د پاکستاني امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی و

اطلاعات روز: د پاکستان د امنیتي مطالعاتو څېړنیز بنسټ (سي‌آرایس‌ایس) وایي چې ۲۰۲۴ کال د دې هیواد د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی و.

د دې مرکز له راپور سره سم، د دې کال پر مهال په ۴۴۴ ترهګریزو بریدونو کې ۶۸۵ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

ډان ورځپاڼې د دې بنسټ د راپور پر اساس لیکلي چې په ټوله کې د ۲۰۲۴ میلادي کال پر مهال په پاکستان کې د تاوتریخوالي له کبله دوه زره او ۵۶۴ تنه وژل شوي او ۲۶۷ نور ژوبل شوي دي.

په دې شمېرو کې نظامیان، ملکي وګړي او هغه جنګیالي شامل دي چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.

د پاکستان د امنیتي مطالعاتو څېړنیز بنسټ ویلي چې دا شمیرې ښیي چې په پاکستان کې تاوتریخوالی د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۶۶ سلنه زیات شوی دی.

د دې کال پر مهال له افغانستان سره پر پوله په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونه د تر ټولو زیات تاوتریخوالي شاهد وو.

د پاکستان د امنيتي مطالعاتو او څېړنیز بنسټ د شمېرو له مخې د ۲۰۲۴ میلادي کال پر مهال یو زر او ۶۱۶ تنه په خیبرپښتونخوا او ۷۸۲ په بلوچستان ایالت کې وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ اعلان کړی و چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال یې په دې هیواد کې د جنګیالیو پر ضد ۵۹ زره او ۷۶۵ عملیات ترسره کړي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو رییس احمد شریف چودري ویلي و چې په دې عملیاتو کې ۹۲۵ «ترهګر» او ۳۸۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي.

پاکستاني چارواکي تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دې بریدونو اصلي عامل بولي.

دوی ادعا کوي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې څخه په استفادې دا بریدونه ترسره کوي.

خو په افغانستان کې طالبان د پاکستان دا ادعا ردوي او وایي چې ټي ټي پي په پاکستان کې مېشته ده او هلته یې ځیني سیمې تر ولکې لاندې دي.