اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار ولکر ترک په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو د کار پر بندیز د طالبانو د ټینګار په اړه اندیښنه ښکاره کړې او ویلي یې دې چې دا ډله په بشپړه توګه پر ناسم مسیر روانه ده.
د طالبانو اقتصاد وزارت په تازه توګه ملي او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو ته خبر ورکړی چې د هغه فرمان پیروي دې وکړي چې دوه کاله وړاندې یې صادر کړی او ښځې دې نه استخداموي.
دې وزارت خبرداری ورکړی چې کوم سازمانونه له دې فرمان څخه سرغړونه کوي، د هغو جوازونه به لغو کړي.
اوسمهال غیر دولتي سازمانونه اړمنو ته د مرستو په رسولو مصروف دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار نن (سېشنبه، ۱۱ د مرغومي) په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت وخیموالي ته په اشارې ویلي چې غیر دولتي سازمانونه د ښځو، ماشومانو او د افغانستان د وګړو د ځان ژغورنې لپاره د مرستو په رسونه کې مهم رول لري او د طالبانو بندیز د مرستو پر رسولو مستقیم اغېز لري.
ده ویلي: «زه یو ځل بیا په افغانستان کې له اوسنیو چارواکو (طالبانو) غواړم دا فرمان چې سخت تبعیضي دی او نور ټول اقدامات چې زده کړو، کار او عمومي خدماتو لکه روغتیايي پاملرنو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي خنډ کېږي، لغو کړي.»
د ملګرو ملتونو دې چارواکي ټینګار کړی چې هیڅ هیواد نشي کولای په داسې حال کې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه توګه پرمختګ وکړي چې نیم نفوس یې له عمومي ژوند څخه حذف کړی وي.
ده ویلي چې د افغانستان د راتلونکې په خاطر باید طالبان خپل مسیر بدل کړي.
طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د افغانستان پر نیمې ټولنې سخت بندیزونه لګولي دي. اوسمهال ښځې د زده کړو، تحصیل او کار اجازه نه لري.
دې ډلې په تازه بندیز کې د ښځو پر طبي زده کړو هم بندیز لګولی، په داسې حال کې چې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.