اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې طالبانو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اهل حدیثو (سلفیانو) د مدرسو پر فعالیتونو بندیز لګولی.
یوې ځايي سرچینې نن (چهارشنبه، ۱۲ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دا مدرسې د طالبانو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر ریاست له لوري له تېرو دوو ورځو راهیسې تړل شوې دي.
سرچینې ویلي چې طالبانو د اهل حدیثو مدرسې له دې امله تړلې دي چې د حاکم رژیم د فکر خلاف پکې خلک روزل کېږي.
سرچینه زیاتوي: « د طالبانو حکومت چې راغلی اهل حدیث وال یې د داعش او په یو او بل نوم ځورول، اوس یې له دې امله دا مدرسې بندې کړې چې په کې به د طالبانو ضد او د داعش همفکره کسان تربیه کېږي او بیا به د طالبانو ضد جنګېږي.»
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولینو د دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له لوري د اهل حدیثو مدرسو د تړل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دې ډلې په کونړ ولایت کې اهل حدیث (سلفي مذهبه) دیني عالمان نیولي، بندیان کړي، شکنجه کړي او حتی په مرموز ډول وژل شوي هم دي.