close

طالبان د ننګرهار د جوماتونو ملا امامانو ته؛ دا جمعه د انساني قاچاق د خطرونو په اړه خبرې وکړئ

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د دغه ولایت د جوماتونو ملا امامانو ته امر کړی، چې د دې اونۍ د جمعې د لمانځه په خطبو کې د «انساني قاچاق دنیوي خطرونو او اخروي زیانونو» په اړه خبرې وکړي.

دغه ریاست پرون (چهارشنبه، ۱۲ د مرغوي) د یوه رسمي مکتوب له لارې د ننګرهار د جوماتونو ملا امامانو او خطیبانو ته په دې اړه خبر ورکړی دی.

دغه راز په یو غږیز پیغام کې چې اطلاعات روز ته رسیدلی، په ننګرهار کې د طالبانو د حج او اوقافو ریاست یو چارواکی پکې وایي، چې دغه موضوع د دې ډلې د حج او اوقافو وزارت له لوري د دې اونۍ د جمعې د خطبې په توګه ټاکل شوې.

هغه د جوماتونو ملا امامانو ته خبرداری ورکړی، چې که د کوم جومات خطیب یا ملا امام د جمعې ورځو کې د دوی له خطبې پرته بله خطبه ولولي، بیا د ګیلې حق نه لري.

په همدې حال کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په تازه توګه یو فرمان کې انساني قاچاق وړونکو ته له یو څخه تر دریو کلونو پورې د بند سزا ټاکلې ده.

نوموړي د طالبانو د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د استخباراتو ریاست ته د انساني قاچاق د مخنیوي امر کړی دی.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۰۱ کال د لړم میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې د هېواد د جوماتونو د امامانو لپاره یې یوه ځانګړې خطبه چمتو کړې ده.

دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د جمعې د لمانځه د خطبې یو له آدابو څخه د «امیر (هبت الله اخوندزاده) لپاره د خیر او صلاح دعا کول» دي.