close
Photo: Bret Hartman / TED

ایلان ماسک: ایا موږ رښتیا هم د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې طالبانو ته لیږو؟

اطلاعات روز: وروسته له هغه چې د امریکا د استازو جرګې یوه غړي له ډونالډ ټرمپ څخه په مکرر ډول وغوښتل چې «پر طالبانو مالي مرستې بندې کړي»؛ ایلان ماسک، چې د نړۍ ترټولو بډایه سړی او د ټرمپ متحد دی، دې موضوع ته غبرګون ښودلی او پوښتنه یې کړې چې «ایا موږ واقعا د امریکا د مالیه ورکونکو پیسې طالبانو ته لیږو؟»

د امریکا د استازو جرګې غړی ټیم بورچېټ چې ډونالډ ټرمپ ته یې لیک لیکلی، ایکس کې د ایلان ماسک پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي، چې «د راتلونکي ترهګریز برید لګښت به سل په سلو کې د امریکایي مالیه ورکوونکو لخوا تامین شی».

بورچېټ ایکس کې د خپل لیک په خپرولو سره ویلي، چې د ټرمپ تر مشرۍ لاندې امریکا باید له طالبانو سره مالي مرستې بندې کړي. هغه ویلي چې «زموږ دښمنانو ته د اونۍ ۴۰ میلیونه ډالر د هغه چا پرمخ یوه څپېړه ده چې خدمت یې کړی».

د بایډن ادارې بیا له طالبانو سره مالي مرستې رد کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په وروستي ځل په زمري میاشت کې په یوې خبري ناسته کې وویل، چې له طالبانو سره د امریکا د مالي مرستو ادعا ناسمه ده.

خو، ټیم بورچېټ ټرمپ ته په خپل لیک کې طالبانو ته د بهرنیو مرستو په لېږلو اندېښنه ښودلې او لیوالتیا یې څرګنده کړې، چې د ټرمپ ادارې سره په کار کولو به «ترهګرو» ته د مالیاتي ډالرو مخنیوی وکړي. هغه لیکلي چې کانګرس د ۱۱۸مې په جریان کې پام شو، چې د بایډن د ادارې په مشرۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته پیسې انتقالوي.

هغه زیاته کړې: «په حقیقت کې، کله چې ما د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلینکن څخه په دې اړه وپوښتل، هغه ومنله چې غیر دولتي موسېسو طالبانو ته نږدې لس میلیون ډالر بهرنۍ مرستې د مالیې په توګه ورکړې دي.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادرې یا سیګار د راپور له مخې، امریکا د طالبانو له بیا راتګ وروسته له افغانستان سره ۳.۳۳ میلیارده ډالره بشري او پراختیايي مالي مرستې کړې دي.

سیګار په خپل یوه راپور کې موندلې چې په افغانستان کې د امریکا پلي کوونکو شریکانو د طالبانو حکومت ته لږ تر لږه ۱۰.۹ میلیونه ډالر ورکړي دي. دا پیسې د امریکا د ۳۸ شریکانو له لوري د مالیاتو، فیسونو، ګمرکي محصولاتو یا د اوبو او برېښنا د فیس په توګه د طالبانو حکومت ته ورکړل شوې دي.

ټیم بورچېټ ټرمپ ته د خپل لیک په دوام کې ویلي، چې لویه مسئله چې بلینکن نه دی توانیدلی هغه تصدیق کړي، افغانستان د مرکزي بانک لخوا نغدي تادیات دي چې په امریکایي ډالرو کېږي. د هغه په ​​وينا، د هغو نغدو پيسو موندل تقريباً ناشوني دي چې د افغانستان د مرکزي بانک له خوا ليلام کېږي.

هغه لیکلي: «په دې توګه طالبان بودیجه ترلاسه کوي او په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ لپاره پلان جوړونه کوي.»

د امریکا د استازو جرګې دې غړي زیاته کړې چې ده د ۲۰۲۳ کال پرمهال یوه لایحه وړاندې کړه چې پر اساس یې د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې بهرني هیوادونه د طالبانو له ملاتړ او له دوی سره له مالي مرستو راوګرزوي او همدا راز د مستقیمو نغدي مرستو د برنامو او د افغانستان پر مرکزي بانک د طالبانو د نفوذ په اړه راپور ورکوي.

ده ویلي، چې لایحه یې د امریکا د استازو په جرګه کې د رایو په اتفاق تصویب شوه، خو د وخت د اکثریت مشر چاک شومر سنا ته د دې لایحې له راوړلو ډډه وکړه.

 ټیم بورچېټ زیاته کړې چې هغه په پام کې لري چې دا لایحه د کانګرس په ۱۱۹مه کې بیا وړاندې کړي.

هغه ټینګار کړی چې د امریکا متحده ایالات باید په بهر کې خپلو دښمنانو ته مالی مرستې ورنکړی.

مرستو ته د طالبانو لاسرسی تل د امریکا د کانګرس د غړو د اندیښنې وړ موضوع وه.

د سیګار په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې، امریکا افغانستان او افغان کډوالو ته په ټولیز ډول ۲۱.۰۶ میلیارده ډالر ورکړي دي.

د سیګار د راپور له مخې، په دې بودیجه کې شاوخوا ۳.۳۳ میلیارده ډالر هغه پیسې دي، چې متحده ایالاتو له افغانستان سره په ځانګړې توګه د بشري او پراختیایي مرستو لپاره ورکړې دي.

همدا راز ۳.۵۰ میلیارد ډالرو کې نیمې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې شاملې دي چې پر هیواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د امریکا په یو بانک کې کنګل شوې او متحده ایالاتو په سویس کې ځانګړي صندوق ته انتقال کړي. د سیګار په وینا، له دې بودیجې تر اوسه د افغانستان د خلکو په ګټه استفاده نه ده شوې، خو د لوی مالي ثبات د ساتلو په خاطر په پام کې نیول شوې دي او په اوږدمهال کې که شرایط برابر شي د افغانستان د مرکزي بانک پر پانګې ور زیاتېدلای شي.

د سیګار د راپور له مخې، د امریکا د بودیجې له ۲۱.۰۶ میلیارده ډالرو څخه ۸.۷۰ میلیارده ډالر د متحدینو د هرکلي په عملیاتو کې پر هغو  افغان کډوالو لګول شوي چې غواړي امریکا کې میشت شي. همدا راز د امریکا د دفاع وزارت هم په بهر کې د امریکا متحدینو سره د مرستې لپاره ۵.۳۶ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډونالډ ټرمپ په اداره کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د دوام راتلونکی روښانه نه دی.