close

ننګرهار کې یو ۵۰ کلن کس د اقتصادي ستونزو له کبله ځان‌ وژنه کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو پنځوس کلن سړي د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې.

د سیمې یو اوسېدونکی سراج خان وایي، چې دغه کس تېره ورځ (دوشنبه، ۱۷ د مرغومي) ناوخته د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې د کمپونو سیمې اړوند «زنګویي» سیمه کې ځان وژلی دی.

د هغه په خبره دغه کس الله داد نومېده چې په اصل د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی و او د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله یې ځان د بهسود اړوند «کابل» سیند ته غورځولی او مړ شوی دی.

د سرچینې په خبره د یاد کس جسد ځایي خلکو او طالبانو د کامې ولسوالۍ په مربوطاتو له سیند را ویستلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه کس اوسمهال په یاده سیمه کې په یو کرایي کور اوسېده او د ورځې لخوا به یې په جلال اباد ښار کې کراچۍ چلوله.

تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې طالب مسوولینو یې لامل تر ډېره کورنی تاوتریخوالی، بې‌وزلي او رواني ستونزې یادې کړې دي.