close

طالبانو نورستان کې یوه مېرمن عام محضر کې په دُرو ووهله

اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت یوه مېرمن د «زنا» په تور عام محضر کې په دُرو وهلې ده.

سرچینه وایي، طالبانو دا مېرمن نن (سې شنبه، ۱۸ د مرغومي) د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې په دُرو وهلې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دا مېرمن طالبانو د خپلو مسوولینو، جنګیالیو او عامو خلکو د سترګو پر وړاندې ۳۹ درې وهلې ده.

د طالبانو حکومت سترې محکمې هم د یوې اعلامیې په خپرولو تایید کړې چې یوه مېرمن یې د زنا په تور په عام محضر کې په دُرو وهلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته طالبانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې سلګونه نارینه او مېرمنې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.