اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یو کس خپله میرمن د «خرابې ډوډۍ پخولو» له کبله په وهلو ډبولو وژلې ده.
په دې ولایت کې یوې ځایي سرچینې وویل، چې پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۱۷ مرغومي) ۱۱:۰۰ بجې د لښکرګاه ښار اړوند «صافیانو» کلي کې رامنځته شوې.
د بُست ولایتي روغتون کې بیا یو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه ښځه خپل خاوند د خرابې ډوډۍ پخولو له کبله وهلې ډبولې، چې وروسته یې د ژورو ټپونو له کبله نن سهار ۹:۰۰ بجې په بُست ولایتي روغتون کې ساه ورکړې ده.
د دې پیښې په تړاو تر اوسه ځایي طالب چارواکو څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې له هلمند سربیره د هیواد په نورو ولایتونو کې هم دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې او ناوړه دودونه بلل کېږي.