اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر تر اوسه په شپږو ولایتونو کې د ژوندیو شیانو پر انځور خپرولو بندیز لګولی دی.
دې مرکز نن (سېشنبه، ۱۸د مرغومي) د دې بندیز په تړاو د یوې اعلامیې په خپرولو سره اندیښنه ښکاره کړې او د رسینو پر کار او اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو یې د دې بندیز د منفي اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو امر بالمعروف په تازه توګه په نورستان کې د ژویو پر انځور خپرولو بندیز لګولی دی.
د خبریالانو د مرکز په وینا، په نورسان کې د ملي ټلویزون او راډیو او باخبر دولتي خبري اژانس پر ولایتي څانګو سربېره د الینا، سوله سحر او صدای پارون په نوم درې خصوصي راډیوګانې هم فعالیت کوي.
سرچینو ویلي چې په نورستان کې ملي ټلویزون محلي برنامه نه لري او د ژویو د انځور پر خپرېدو تر بندیز وړاندې یې راپورونه په کابل کې د ملي ټلویزون له لوري خپرېدل. همدا راز د باختري خبري اژانس انځوریز ولایتي راپورونه هم کابل ته لېږل کېدل.
د خبریالانو مرکز ویلي چې تر اوسه له نورستان سره-سره د کندهار، تخار، بادغیس، هلمند او ننګرهار په شمول په پنځو نورو ولایتونو کې هم په رسمي توګه د ژوندیو شیانو د انځور پر خپرېدو بندیز لګول شوی او له امله یې ځایي رسنۍ فعالیت نه کوي او خبریالانو له محدودیتونو سره مخ دي.
د طالبانو د امر بالمعروف د قانون په اوولسمه ماده کې د دې ډلې محتسبینو ته مسوولیت ورکړل شوی دی چې د ژوندیو شیانو د عکس او ویډیو د خپرېدو مخه ونیسي.
دا قانون په کابل کې هم د طالبانو په یو شمېر ادارو کې پلی شوی دی؛ که څه هم تر اوسه لا دولتي او خصوصي انځوریزې رسنۍ خپل فعالیت کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې بندیز پراختیا د بیان او رسنیو د ازادۍ د سیسټماټیکې ځپنې یوه نښه بللې او په کندهار کې یې د طالبانو له رهبرۍ غوښتي چې د بندیزونو په لغو کولو سره د خبریالانو او رسنیو د بیان ازادۍ او د خبریالانو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي.