close

لغمان کې د اور لګېدنې له امله یوه ښځه مړه شوې

اطلاعات روز: په لغمان کې د پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې او چمتوالي ادارې مسوولینو ویلي چې د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې په یو کور کې د اور لګېدنې له امله یوه ښځه مړه شوې ده.

د یادې ادارې لپاره د طالبانو رییس خیرمحمد غازي ویلي چې دا اور لګېدنه تېره شپه (سې‌شنبه، ١٨د مرغومې) د الینګار ولسوالۍ اړوند «ټینګور» سیمه کې د «عبدالله» په نامه د یو ځایي اوسېدونکي په کور کې رامنځته شوې.

د هغه په خبره د یادې اور لګېدنې له امله یوه ښځه مړه شوې او همدا راز درې څاروي تلف شوي او همدارنګه ١٢٠ زره نغدې افغانۍ سوځېدلې دي.

تراوسه د یادې اور لګېدنې لامل نه دی څرګند شوی.

په همدې حال کې ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د جلال اباد ښار اتمې حوزې اړوند د «قلعه جانان خان» سیمې په یوه کور کې د بې احتیاطۍ له امله اور لګېدنه رامنځته شوې.

مسوولين وايي یاده پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی خو د ۸۰ زره افغانیو په ارزښت توکي پکې سوځېدلي او د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت نور توکي ساتل شوي.