close

له زده کړو د افغانستان د نجونو محرومیت؛ «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو» کانفرانس په پاکستان کې جوړېږي

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویي چې د دې هیواد د ښوونې او روزنې وزارت راتلونکې اونۍ «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو» په اړه د یوه نړیوال کانفرانس کوربه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې غونډې موخه په ټوله نړۍ کې په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو په تړاو د ننګونو او فرصتونو پلټل، خبرې-اترې او له ننګونو سره د مقابلې لپاره د حل‌لارو موندل دي.

دا کانفرانس به د جنورۍ پر ۱۱ او ۱۲ د دوو ورځو لپاره جوړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې غونډه کې به له مسلمانو او دوستو هیوادونو د وزیرانو، سفیرانو او پوهانو په ګډون تر ۱۵۰ زیات شخصیتونه ګډون وکړي او د یونیسکو، یونیسیف او نړیوال بانک په څېر نړیوالو سازمانونو استازي به هم موجود وي.

ویل شوي چې دا غونډه د یوې اعلامیې په لاسلیکولو، د زده کړو له لارې د ښځو د پیاوړي کولو لپاره د مسلمانو ټولنو په ګډې هوکړې، د پراخو زده کړو لپاره د اصلاحاتو په راوستلو او د راتلونکو نسلونو لپاره د روښان راتلونکې د برابرولو په ژمنې سره پای ته رسېږي.

پاکستان په داسې حال کې د نجونو د زده کړې په اړه د نړیوالې غونډې کوربه دی چې په ګاونډ کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له تېرو درو کلونو راهیسې نجونې له زده کړو بې برخې دي.

څرګنده نه ده چې طالبان هم راتلونکې اونۍ په پاکستان کې جوړېدونکې غونډې ته بلل شوي او کنه.

دې ډلې واک ته تر رسېدو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي لوړې نجونې له زده کړو بندې کړې او وروسته یې په پوهنتونو او زده کړییزو مرکزونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.