close

طالبان: له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د تورخم له لارې ۵۹ افغانان د پاکستاني پولیسو له نیول کېدو وروسته هیواد ته راستانه شوي دي.

د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې دغه کسان تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۹ د مرغومي) په جبري توګه ایستل شوي دي.

د نوموړي په خبره دغه کسان پاکستاني پولیسو د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله له خپلو کورونو او کارخونو څخه نیولي او بندیان کړي وو، چې تېره ورځ په تورخم کې دوی ته وسپارل شول.

د قریشي په خبره چې دا کسان د کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار اوسېدونکي دي.

د نوموړي د معلوماتو پر اساس په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغانانو نیول کېدل چټک شوي او یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د تورخم له لارې ۲۴۰ افغانان په جبري ډول هیواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې د افغانانو نیولو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ د تورخم، سپین بولدک او نیمروز له لارې سلګونه هیوادوال په جبري ډول هیواد ته راستنیږي.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره په هیواد کې بې روزګاري اوج ته رسېدلې او له کبله یې نورو هیوادونو ته پر قاچاقي لارو د افغانانو ورتګ زیات شوی دی.