close

نورستان کې دوو کان کېدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولین وايي چې د دې ولایت په دواب ولسوالۍ کې په یوه کان کې د کیندنې پرمهال یو کان کیندونکی مړ او یو بل ټپي شوی.

د نورستان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند غلام رحمن حیدري وايي دا پېښه نن (پنجشنه، ۲۰ د مرغومي) ماسپښین دوه بجې د دواب ولسوالۍ په «ماوي غر» کان کې را منځته شوې.

حیدري وايي، پېښه هغه مهال را منځته شوې چې کان کیندونکو د بیروجو په یوه کان کې د کان کیندنې پرمهال سورنګ ته اور ورته کړی چې هممهاله یې چاودنه کړې چې له امله د احسان په نوم یو کان کیندونکی مړ شوی او بل ټپي شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې د شاهد الله په نوم ټپي شوی کان کیندونکی د دواب ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیايي حالت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ډېری کان کیندونکي د بېلابېلو پېښو له امله مړه او ټپیان شوي دي.