close
Photo: Unicef Afghanistan

یونیسیف په افغانستان کې د ۲۸ زره روغتیایي کارکوونکو ملاتړ کوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) وایي چې په افغانستان کې د ۲۸ زره روغتیايي کارکوونکو ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو هغوی وکولای شي میندو او ماشومانو ته د باکیفیته روغتیایي پاملرنو خدمات وړاندې کړي.

یونیسیف نن (پنجشنبه، ۲۰ د مرغومي) د یوې نرسې د انځور په خپرولو سره لیکلي چې نرسان/نرسانې په افغانستان کې تر ټولو لوی روغتیایي کادر دی.

د یونیسیف په شمول ځیني مرستندوی بنسټونه په افغانستان کې د روغتیایي کارمندانو معاش ورکوي او همدا راز روغتیایي مرکزونو ته درمل او تجهیزات برابروي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان روغتیایي نظام د مرستو د کمښت او مغزونو د فرار له امله له پاشل کېدو سره مخ دی.

په داسې حال کې چې د ښځینه ډاکټرانو په شمول د روغتیایي کمښت مسله جدي ده، طالبانو د پوهنتونو او روغتیایي انسټیټونو دروازې د نجونو په وړاندې تړلې دي.

دې ډلې په عین مهال کې په ځینو سیمو کې د نارینه ډاکټرانو له لوري د ښځو پر درملنې هم بندیز لګولی دی.