اطلاعات روز: د امریکا سلګونه پخوانیو سرتیرو او اوسنیو او پخوانیو چارواکو په یو لیک کې د دغه هېواد د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غوښتنه کړې، چې د هغو افغانانو لپاره چې له امریکا سره یې همکاري کړې د ویزو او بیا مېشتېدنې پروګرامونه جاري وساتي.
دا لیک چې رویټرز ورته کتنه کړې، څه باندې ۳۸۰ کسانو لاسلیک کړی چې ټرمپ او د کانګرس مشرانو ته به واستول شي.
لاسلیک کوونکو ویلي: «زموږ څخه ډیریو د افغان ژباړونکو، سرتیرو او کورنیو سره نږدې کار کړی چې زموږ د ساتنې او لارښوونې لپاره یې هرڅه په خطر کې اچولي دي. اوس د دوی پریښودل د هغه ارزښتونو سره خیانت دی چې موږ یې د دفاع لپاره مبارزه کړې او هغه باور چې د کلونو ګډې مبارزې او قربانۍ له لارې رامنځته شوی.»
په دې لیک کې له ټرمپ او د کانګرس له مشرانو غوښتل شوي چې د خطر سره مخامخ افغان اتباعو او د هغوی د کورنیو د بیا میشتیدنې لپاره مالي مرستو ته دوام ورکړي او کانګرس د مهاجرت ۵۰ زره ځانګړي ویزې (اسآیوي) تصویب کړي.
رویټرز لیکلي، چې ښایي اوسنۍ ۵۰زره او ۵۰۰ (اسآیوي) ویزې د دوبي په وروستیو یا د مني په پیل کې پای ته ورسیږي.
د «افغان واک» رییس شان وان ډایور ویلي، چې دا لیک هغه اندیښنې منعکسوي چې ټرمپ به د کډوالۍ د مخنیوي لپاره د خپلې ژمنې د یوې برخې په توګه د (اسآیوي) او بیا میشتیدنې پروګرامونه محدود کړي.
هغه رویټرز ته ویلي: «یوه واقعي ویره شتون لري چې ولسمشر ټرمپ او سټیفن میلر به یو ځل بیا د بوروکراټیکی خنډونه رامنځته کړي چې د اسآیوي او د کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرامونه به ورو یا حتی ودروي او یو ځل بیا به زموږ افغان متحدین پریږدي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز، چې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر او په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، د (اسآیوي) او بیا میشتیدنې له پروګرامونو په کلکه ملاتړ کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته په داسې حال کې چې وروستی امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د وتلو په حال کې وو، تر ۱۸۳زره ډیر د خطر سره مخ افغان وکړي او د هغوی د کورنیو غړي یې په امریکا کې میشت کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل چې دامهال د (اسآیوي) د ۲۰زرو څخه ډیر غوښتنلیکونه څیړل کېږي.
د رویټرز د راپور له مخې شاوخوا ۴۰ سلنه غوښتنلیکونه رد شوې دي.
د امریکا یو شمېر پخواني افغان کارکوونکي د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې درېیمو هېوادونو ته انتقال شوي او هلته په دې تمه دي، ترڅو یې دوسیې بشپړې او امریکا ته انتقال شي.
د دغو کارکوونکو یو شمېر په پاکستان کې مېشت دي او د پاکستان د حکومت د وروستیو اقداماتو له امله افغانستان ته د ایستلو له خطر سره مخ دي.