اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت تر هغه دستور وروسته چې د خصوصي پوهنتونو د استادانو استخدام به د دولتي پوهنتونو له لوري کېږي، د خصوصي تحصیلي بنسټونو په لسګونو بستونه اعلان شوي دي او هممهاله د پوهنتونو ځینو استادانو د «استادانو د ګوښه کولو» په اړه د ملګرو ملتونو دفتر ته لیک لیکلی دی.
په دې لیک کې ویل شوي چې طالبانو په تازه اقدام کې د خصوصي پوهنتونو د ټولو استادانو فعالیت ځنډولی او د هغوی بستونه یې «په دې خاطر اعلان ته ورکړي دي چې له خپل فکر سره سم افراد تشخیص او تنظیم کړي.»
د لیک لیکونکو ویلي چې طالبان هڅه کوي پوهنتونونه په دیني مدرسو بدل کړي.
د لیک یوه لیکونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې په دې وروستیو کې طالبانو له ټولو خصوصي پوهنتونو غوښتي چې استادان باید دیني ازموینه ورکړي.
دې سرچینې وویل چې طالبان غواړي له کومې استثنا پرته په کادري بستونو کې خپل ځانونه استخدام کړي او له دې پرته اعتبار نه لري.
ده وویل: «موږ د اعتراض په توګه د طالبانو دا اقدام غندلی دی او باور مو دادی چې دا د یو رنګ کولو او په مدرسو د پوهنتونو د بدلولو بهیر دی.»
د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال د خصوصي پوهنتونو د استادانو د ځنډولو موضوع له یوه پوهنتون سره شریکه کړه، خو د دې پوهنتون د اړیکو مسوول وویل چې په دې اړه خبرې نشي کولای.
د خصوصي پوهنتونو د استادانو د دندو ځنډولو موضوع په داسې حال کې راپورته کېږي چې د وروستیو لسو ورځو پر مهال د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت پر ویبپاڼه د ځینو خصوصي او دولتي پوهنتونو بستونه اعلان شوي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په تازه دستور کې ویي چې د خصوصي تحصیلي پوهنتونو او موسسو استادان باید د دولتي پوهنتونو له لارې استخدام شي.
دې وزارت په هغه مکتوب کې چې تحصیلي بنسټونو ته یې لېږلی او اطلاعات روز یې هم یوه نسخه تر لاسه کړې، په خصوصي پوهنتونو او تحصیلي موسسو کې یې د استادانو کمښت ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې په دې بنسټونو کې د علمي کادر د چټک جذب په موخه یې لارښود ترتیب کړی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د دې لارښود له مخې دې خصوصي پوهنتونونه او تحصیلي موسسې ژر تر ژره خپل بستونه اعلان کړي او د نوماندانو نوملړ دې دولتي پوهنتونو ته ولېږي تر څو د دې پوهنتونو له لارې طی مراحل شي.
پر افغانستان د طالبانو له څه دپاسه درې کلنې واکمنۍ راهیسې دې ډلې په پوهنتونو کې په هدفي توګه د علمي او اداري کادرونو د حذفولو او ځای پر ځای کولو اقدام کړی دی.
د اطلاعات روز ورځپاڼې ارزونې ښیي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په بامیان پوهنتون کې لږ تر لږه ۴۹ «هزاره» استادان اړ کړل شوي چې خپلې دندې پرېږدي او یا ګوښه کړل شوي دي.
همدا راز په کونړ ولایت کې هم سرچینې وایي چې طالبانو د دې پوهنتون ۱۲ تنه استادان له دې امله ګوښه کړي چې «سلفي» نظریات لري.
طالباو پر هیواد تر واکمنېدو وروسته په پوهنتونو کې ټولې ښځینه استادانې ګوښه کړې.
همدا راز د طالبانو تر راتګ وروسته د پوهنتون ځینو علمي کادرونو وطن پرېښود.
د ملګرو ملتونو دفتر ته د لیک له لیکونکو استادانو څخه یو شمېر کسانو ویلي چې په اوسنیو حالاتو کې د دوی لپاره شونې نه ده چې علمي-څېړنیز یا مدني فعالیتونه وکړي.
دوی ویلي چې د تورونو، پلټنو او مرګونو ګواښونو په شمول له سختو تهدیدونو سره مخامخ دي.