close
World Economic Forum / Jakob Polacsek

په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو په تړاو کانفرانس؛ ملالې یوسفزۍ د طالبانو د پوښتل کېدو غوښتنه کړې

اطلاعات روز: د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي چې «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو» په تړاو په هغه کانفرانس کې چې د دې په هیواد پاکستان کې جوړېږي ګډون کوي او د «افغانستان د نجونو او ښځو پر خلاف د جنایتونو» له امله یې د طالبانو د پوښتل کېدو غوښتنه کړې.

اغلې یوسفزۍ نن (جمعه، ۲۱ د مرغومي) پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې لېواله ده د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه راغلو مسلمانو رهبرانو سره د نجونو د زده کړو په تړاو په یوه مهم کانفرانس کې یو ځای شي.

دې ویلي چې د یکشنبې په ورځ به په دې کانفرانس کې ښوونځي ته د تللو لپاره د ټولو نجونو د حق په ملاتړ او د هغو دلایلو په تړاو خبرې وکړي چې د نړۍ مشران یې باید پر اساس د افغانستان د نجونو او ښځو پر خلاف د طالبانو د جنایتونو له امله هغوی وپوښتي.

په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو په تړاو نړیوال کانفرانس سبا د پاکستان د معارف وزارت په کوربتوب په دې هیواد کې پیل کېږي او د یکشنبې په ورځ به هم دوام وکړي.

ملاله یوسفزۍ په داسې حال کې په دې کانفرانس کې ګډون کوي چې د ۲۰۱۲ میلادي کال پر مهال د پاکستاني طالبانو له لوري له دې امله په نښه او سخته ژوبله شوه چې زده کړو ته د نجونو د لاسرسي په تړاو یې فعالیت کاوه.

دا هغه مهال د درملنې لپاره له پاکستانه بریتانیا ته یو وړل شوه او تر دې وروسته څو ځلې بیرته خپل ټاټوبي ته ستنه شوې.

ملالې یوسفزۍ پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو او د دې ډلې له لوري د نجونو پر زده کړو تر بندیز وروسته په ځلونو غوښتنه کړې چې د افغانستان د نجونو د زده کړو حق باید ورکړل شي او همدا راز یې د طالبانو د پوښتلو په تړاو هم غږ پورته کړی دی.