close

کندهار کې د ترافیکي پیښې له امله یو تن مړ شوی

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي چې د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ترافیکي پیښې له امله یو تن مړ شوی دی.

د سرچینو په وینا، پیښه نن (جمعه، ۲۲ د مرغومي) سهار نهه بجې د کابل-کندهار پر لویه لاره د ژړی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «۵۸۰ » موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې.

سرچیني وایي، پیښه د وسایطو د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

په هیواد کې لا هم ترافیکي پېښه په لوړه کچه د خلګو د مرګ ژوبلې سبب کېږي او لامل د لارو خرابوالی، د ټرافيکي قوانینو نه مراعتول او بې احتیاطي ښوول کېږي.