close

پر کونړ د پاکستان توغندیز بریدونه؛ طالبانو سیمې ته تازه دمي ځواکونه استولي

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو پر سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو له توغندیزو بریدونو وروسته سیمې ته تازه دمي ځواکونه استولي دي.

یوې سیمه ییزې سرچینې نن (شنبه، ۲۲ د مرغومي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو تېره ورځ ناوخته د سرکاڼو ولسوالۍ ناوه پاس درې ته خپل اضافي ځواکونه استولي دي.

سرچینه وايي، که څه هم تر اوسه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته نه ده را منځته شوې؛ خو د سیمې خلکو ته امر شوی چې له خپلو کورونو نورو سیمو ته کډه وکړي.

سرچینه زیاتوي چې په سیمه کې وضعیت لاهم بېړنی دی او هره شېبه د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې احتمال شته دی.

طالبانو تر اوسه د سرکاڼو ولسوالۍ ناوه پاس درې ته د خپلو اضافي ځواکونو د استولو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ناوه پاس درې پاکستاني پوځیانو شاوخوا ۵۰ توغندي وتوغول، چې له امله یې د طالبانو یو جنګیالی مړ او یو بل ټپي شوی او ترڅنګ یې ځايي خلکو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي دي.