close

کونړ کې د پاکستاني ځواکونو توغندیز بریدونه؛ دوو طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې پر سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو بریدونو له امله یو طالب مړ او یو بل ټپي شوی دی.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي نن (جمعه، ۲۱ د مرغومي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دا مرګ ژوبله سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د کنډک غړو ته اوښتې.

سرچینه وایي چې د توغول شویو توغندیو له امله د سیمې د خلکو لس څاروي هم مړه شوي او ځایي خلک له سیمې وتلي وو.

سرچینه زیاتوي چې بې ځایه شوي ولسي خلک نن تر غرمې وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي خو لا هم په سیمه کې وضعیت ترینګلی دی.

سرچینې د وژل شوي او ټپي طالب د هویت په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو بریدونو او د خپل اړخ د مرګ ژوبلي په تړاو څه نه دي ویلی.

تېره شپه شاوخوا دوې بجې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په «ناوه پاس» درې پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه کړي وو چې له امله یې د سیمې خلکو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي او ګڼو خلکو خپل کورونه پرېيښي وو.