اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې درې تنه پخواني نظامیان د «ملي مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور نیولي دي.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه کسان تېره ورځ (دوشنبه، ۸ د سلواغې) په نادعلي ولسوالۍ کې د ځایي طالبانو لخوا نیول شوي دي.
سرچینه نیول شوي کسان د تېر جمهوري نظام نظامیان بولي، خو په دې تړاو د نورو معلوماتو له ورکول ډډه کوي.
ورته مهال هلمند کې د طالبانو امنیې قومندانۍ د دغو درې کسانو نیول تاییدوي او وایي، چې له دوی څخه یې وسلې هم ضبط کړي دي.
طالبانو د دغو کسانو د نیول کیدو په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دوه ورځې وړاندې هم طالبانو په تخار ولایت کې پنځه کسان د مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولي وو.