اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې «نامعلومو وسله والو» د تېر حکومت د پولیسو یو قومندان په ډزو وژلی دی.
ځایي سرچینې وایي، چې دغه نظامي فیض الله معراج نومیده او تېره ورځ (سې شنبه، ۹ د سلواغې) له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د لښکرګاه ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د دوو موټرسایکل سپرو وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، فیضالله معراج د موسیقلعه ولسوالۍ د «کنجک» سیمې اصلي اوسیدونکی و او د تېر حکومت پرمهال یې د پولیسو په لیکو کې د افسر په توګه دنده ترسره کوله.
سرچینې زیاتوي، چې نوموړی د طالبانو پر ضد جګړو په ځانګړي توګه د موسیقلعه په جګړو کې مهم رول درلود او د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د پولیسو د لومړي کنډک قومندان و.
سرچینې وایي، چې فیضالله معراج د جمهوري نظام له سقوط وروسته د هلمند – کندهار پر لویه لار د ټکسي موټر چلولو ته مخه کړې وه.
د معلوماتو له مخې، نوموړی په تېرو دریو کلونو کې دوه ځله د طالبانو لخوا نیول شوی او شکنجه شوی هم و.
د پېښې عاملین تر اوسه نه دي معلوم، او د هلمند طالب چارواکو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له هغه مهاله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، سره له دې چې دوی عمومي عفوه اعلان کړې، خو بیا هم د پخوانیو نظامیانو د هدفي وژنو لړۍ دوام لري.
په ډېری مواردو کې طالبان د دې وژنو مسوول ګڼل کېږي، خو دوی ادعا کوي چې د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د عمومي بښنې فرمان ته ژمن دي.