close

کونړ کې د ولسي خلکو په مالي لګښت یو پُل ورغول شو

اطلاعات روز: د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ولسي خلکو په مالي لګښت او چندو د سیند د اوبو پر سر یو پُل په پاخه او بنسټیز ډول جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارل شوی دی.

د ماڼوګي ولسوالۍ د «ګرو» کلي یوه اوسېدونکي وویل، چې د‌ دغه پُل د جوړولو چارې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۴ د سلواغې) بشپړې شوې. 

د سیمې اوسېدونکی لطیف الله وايي، د یاد پُل د جوړولو چارې له تېر یو‌نیم کال راهیسې پیل شوې وې چې ټول لګښت یې د کورنیو او بهر مېشتو افغانانو پر مټ برابر او بیا پُل رغول شوی دی.

نوموړي د‌ دغه پُ د جوړېدو پر چارو د ټولیز لګښت او د پله د اوږدوالي او پراخوالي په تړاو نور جزیات ورنه کړل.

لطیف الله زیاتوي چې د پُل د نشتوالي له امله د سیمې سلګونه کورنۍ له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان وې

د ده په وینا، چې د پرځول شوي جمهوریت او طالبانو په اوسني رژیم کې یې په وار‌ـ وار د یاد پله د جوړولو غوښتنې کړي؛ خو په خبره یې په دې برخه کې د حکومتونو له لوري هېڅ ګام نه دی پورته شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې څه موده وړاندې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې هم ځايي خلکو په شخصي لګښت یو کیبلي پُل جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارلی و.