اطلاعات روز: د دایکندي په سنګتختوبندر ولسوالۍ کې یوه سرچینه وایي چې طالبانو یو ځل بیا د «افق جدید» زده کړییز مرکز نهه ښوونکي نیولي دي.
د سرچینې په وینا، دا ښوونکي د چهارشنبې په ورځ (۸ د کب) د ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو ابتدایي محکمې ته احضار شوي وو او وروسته د دې ډلې د امنیې قومندانۍ له لوري نیول شوي.
د «افق جدید» زده کړییز مرکز ښوونکي د سلواغې میاشتې پر ۲۳ نیټه نیول شوي وو او درې ورځې وروسته په ضمانت خوشي کړل شوي وو.
دا مرکز د سنګتختوبندر ولسوالۍ په څلورو برخو کې څانګې لري او انګلیسي ژبه او د کمپیوټر مهارتونه پکې تدریسېږي. دا مرکزونه له سلواغې میاشتې راهیسې تړلي دي.
طالبانو د دایکندي په خدیر ولسوالۍ او همدا راز په غور او بامیان کې د دې زده کړییز مرکز څانګې تړلې دي او د هغه ښوونکي او کارمندان یې نیولي.
دې ډلې د «افق جدید» زده کړییز مرکز ښوونکي د مسیحیت په ترویج تورن کړي دي.
تر دې وړاندې ځینو سرچینو د دې مرکزونو د تړلو لامل د نجونو زده کړې بللې وې.
طالبانو تر شپږم ټولګي پر لوړو زده کړو بندیز لګولی دی.