close

لویه جرګه کې د هزاره ګانو راټولېدنه؛ «طالبان د ملاتړ ترلاسه کولو په لټه کې دي»

اطلاعات روز: د «افغانستان د شیعه ګانو عالي کمیسیون» چې د طالبانو له خوا تاسیس شوی نن (پنجشنبه، ۹ د کب) یې د لویې جرګې په خیمه کې یوه غونډه جوړه کړې.

دې کمیسیون په خپل بلنلیک ویلي، چې «د هیواد د روان وضعیت د ارزولو او د ملي یووالي د پیاوړتیا په موخه د لوړ پوړو طالب چارواکو په شتون کې لویه ولسي غونډه جوړوي».

د هزاره قوم یو تن مخور وايي، چې د «افغانستان د شیعه ګانو عالي کمیسیون» د طالبانو تر فشار لاندې پنځه زره کسان د هزاره او شیعه ټولنې غړي د لویې جرګې تالار ته راټولوي.

د دې سرچینې په وینا، د دې غونډې موخه د طالبانو ملاتړ کول دي.

نن سهار په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شول چې ښیي سلګونه کسان د لویې جرګې تالار ته روان دي.

د «افغانستان د شیعه ګانو عالي کمیسیون» مخکې په بلخ کې د طالبانو په ملاتړ یوه غونډه کړې وه.

دا کمیسیون د پخواني حکومت له علماوو او ولسي جرګې له غړو څخه جوړ دی، او مشري یې محمد علي اخلاقي کوي.

ښاغلي اخلاقي د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبریال پیغام ته ځواب نه دی ورکړی.

نوموړي څه موده وړاندې په کابل کې د «افغانستان د شیعه ګانو عالي کمیسیون» د جوړولو په اړه په یوه غونډه کې ویلي و، چې دا کمیسیون د طالبانو د استخباراتو لخوا تایید شوی دی.