اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د «ډاټسن» ډوله موټر د اوښتو له امله یو ماشوم مړ او اته کسه نور ټپیان شوي.
د سرچینې په وینا، دا پېښه نن (پنجشنبه، ۹ د کب) ماسپښین شاوخوا یوه بجه د نورګرام ولسوالۍ په «سنګ پل» سیمه کې را منځته شوې.
په همدې حال کې د نورستان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند غلام الرحمن حیدري دا پېښه منلې او وایي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه ځایي روغتون ته لېږدول شوي.
نورستان کې د سړکونو د خرابوالي له امله وخت ناوخته مرګونې ترافیکي پېښې را منځته کېږي.
همدا راز په بلخ کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي چې د مزار شریف – حیرتان پر لویه لار تېره شپه (چهارشنبه، ۸ د کب) د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی دی.
د طالبانو د مسوولینو په وینا، پېښه هغه مهال را منځ ته شوې چې یوه «کرولا» ډوله موټر له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر کړی دی.
د مزار شریف-حیرتان لویه لار یوه له هغو مسیرونو څخه ده چې ګڼه – ګوڼه پرې زیاته ده او وخت ناوخته داسې پېښې را منځ ته کېږي.
همدا راز د لارې تنګوالی، د ترافیکي نښو نشتون او د دې لارې په شاوخوا کې د ریګونو شتون د ترافیکي پېښو لامل ګڼل کېږي.