اطلاعات رو: پاکستاني پولیسو تایید کړې چې په حقانیه مدرسه کې د ننني (جمعه، ۱۰ د کب) ځانمرګي برید له امله د جمعیت علماء اسلام مشر حامد الحق حقاني له درو تنو سره یو ځای وژل شوی دی.
د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، په دې چاودنه کې د درو پولیسو په شمول څو تنه ژوبل شوي دي. دې رسنۍ تر دې وړاندې د ژوبلو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښوولی و.
دا چاودنه د جمعې تر لمانځه وروسته د حقانیې مدرسې په مسجد کې دننه شوې ده.
یو شمېر پاکستاني رسنیو لیکلي چې حامد الحق په دې چاودنه کې ژوبل شوی و او په روغتون کې د ټپونو له امله ومړ.
تر اوسه هیڅ ډلې یا فرد د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
حامد الحق حقاني د پاکستان پېژندل شوی دیني عالم او د جمعیت علماء اسلام ګوند د یو مشر مولانا سمیع الحق زوی و.
نوموړی له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ پورې د پاکستان د ملي شورا غړی هم پاتې شوی.
حامد الحق حقاني تېر کال د یوه پاکستاني پلاوي په مشرۍ له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی و.
حقانیه مدرسه د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د «نوشهرې» ولسوالۍ په اکوړه خټک نومې ناحیه کې ده.
دا مدرسه په پاکستان کې یو مشهور دیني مرکز ګڼل کېږي، مګر افراطیت ته د دې مدرسې د شاګردانو د تمایل له وجې له نیوکو سره مخ وه.
د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم په دې مدرسه کې زده کړې کړې دي.