اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ د بشري حقونو شورا ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت له وخامت سره-سره «داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه د طالبانو د ډیفاکټو رژیم د عادي کولو او رسمیت پیژندنې پر لور ځي».
ده په خپل راپور کې ټینګار کړی چې د عادي کېدو پر لور هر ګام باید د بشري حقونو په برخه کې د اثبات او تایید وړ پرمختګونو پر اساس وي.
بینټ پرون (پنجشنبه، ۹ د کب) د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې. دا غونډه نن هم روانه ده.
بینټ د بشري حقونو د شورا د دې دورې په غونډو کې د افغانستان په اړه دوه راپورونه وړاندې کړي دي، له دې راپورونو څخه یو یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په اړه دی.
ده د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ د ۲۰۲۱ له اګست څخه په دوامداره توګه وخیم شوی دی. د بینټ د پخواني راپور له مخې، د امر بالمعروف د قانون په شمول د نویو اقداماتو له لارې «جنسي سیسټماټیک ظلم» پراخ او بنسټیز شوی دی.
بینټ ویلي چې په افغانستان کې مدني فضا په شدت سره کمه شوې. طالبانو رسنۍ او د مدني ټولنې سازمانونه له ازاد فعالیت څخه راګرزولي او خبریالان، فعالان، پوهنتونوال، لیکوالان او هنرمندان له خپلسرو نیونو او بد چلند سره مخ دي. همدا راز، لږکي څنډې ته کړل شوي او له تبعیض او نه ملاتړ سره مخ دي.
بینټ د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې ویلي چې د وخت په تېرېدو سره نورې نجونې هم د زده کړې له حق څخه بې برخې کېږي او بدیلې لارې لکه انلاین پلټفارمونه نشي کولای دا درز ډک کړي.
د وروستیو میاشتو پر مهال د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه پراخ شوي دي.
د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په لومړیو کې طالبانو د ښځو او نجونو په وړاندې روغتیایي موسسات وتړل. د بینټ په وینا، دې پرېکړې پر هغو ۳۵ زره ښځو اغیز وکړ چې له لږ شمېر معافیتونو برخمنې وې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ویلي چې دې بدیز د زده کړو، روغتیایي پاملرنو او کار په برخه کې د ښځو او نجونو پر حقونو نه توجیه کېدونکي محدودیتونه لګولي. د ده په وینا، دا بندیز د نارینه روغتیاپالانو له لوري د ښځو د درملنې په برخه کې اندېښمنوونکی دی. بینټ ټینګار کړی چې د افغانستان په روغتیایي برخه کې بوختې میرمنې روغتیایي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې مهم رول لري.
بینټ په خپل راپور کې د ماشومانو د ودونو خطرونو، له ماشومانو د کار، ناوړه ګټې اخیستنې او قاچاق ته هم اشاره کړې ده.
همدا راز یې ولي چې د پخواني حکومت چارواکي او امنیتي پرسونل لا هم د انتقام اخیستنې له خطر سره مخ دي.
ده ویلي: «له پورته یادو شویو منفي بهیرونو سره-سره داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه د طالبانو ډیفاکټو رژیم د عادي کولو او رسمیت پیژندنې پر لور ځي.»
بینټ انساني او اقتصادي کړکېچ ته اشاره کړې چې د ده په وینا، د نړیوالو بندیزونو، د طالبانو د سیاستونو، سختو اقلیمي بدلونو او چاپېریال د ویجاړۍ له امله را منځ ته شوی او همدا راز یې د خوراک، روغتیا او کار په برخه کې د افغانستان د خلګو پر حقونو اغېز کړی دی.
ده ویلي چې د افغانستان د خلګو د بشرپالو او نورو بنسټیزو اړتیاوو د تأمین لپاره اړتیا وړ بودجه مخ پر کمېدو ده او میلیونونه وړي له خطر سره مخ دي.
بینټ په پرونۍ ناسته کې د افغانستان له خلګو سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ کمېدو په تړاو اندیښنه ښوولې او ټینګار یې کړی چې د مرستو کمښت لویه تېروتنه ده او د افغانستان خلګ به زیانمن کړي.
د ښځو پر ژوند د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون ژور اغېز
بینټ په خپل راپور کې ویلي چې طالبانو خپلو هغو ښځینه ضد سیاستونو ته دوام ورکړی چې په بل هیڅ هیواد کې یې هم بېلګه نه موندل کېږي. ده ویلي چې له جنسیتي ظلم او تبعیض څخه د طالبانو استفاده هم پراخه او هم سیسټماټیکه ده او شونې ده چې د بشریت پر خلاف جنایت او په ځانګړې توګه د جنسیتي ځورونې جنایت وي.
بینټ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې دې قانون د ښځو او نجونو د ژوند په ټولو برخو کې پراخ محدودیتونه را منځ ته کړي دي او همدا راز د نارینهوو، مذهبي لږکیو، رسنیو او نورو افرادو لپاره یې هم محدودیتونه را پیدا کړي.
بینټ ټینګار کړی چې دا قانون به د ښځو او نجونو د ژوند پر ټولو بعدونو ژور اغېز وکړي او د کرامت او برابرۍ له اصولو سره په ټکر کې دی.
د طالبانو زړور کېدل
بینټ ټینګار کړی چې تر تېرو درې نیمو کلونو په زیاته موده کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په دوامداره توګه بدتر شوی. د ده په وینا، د طالبانو د پوښتلو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ناکامي د دې لامل شوې ده چې دا ډله نوره هم زړوره شي.
ده ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي لپاره د همغږې او قوي سراتېژۍ نشتون او له مجازاتو څخه د طالبانو د تخلفاتو د معافیت دوام به د افغانستان د خلګو لپاره ویجاړوونکي پیغامونه ولري.
بینټ همدا راز ویلي چې بېلابېلو هیوادونو د خپلو ژمنو په ترسره کولو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او د سولې او امنیت په چارو کې ناغېړي کړې ده.
ده ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ ته په دوامداره توګه نه پاملرنه، نه یوازې دا چې د دې هیواد د خلګو لپاره لویه ماتې ده، بلکې پر نړیوال ثبات او جنسیتي برابرۍ به اغېز ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي له طالبانو سره د تعامل لپاره د یوې اصولي او حقوقمحورې تګلارې پر بېړني ضرورت ټینګار کړی دی. ده ویلي چې د عادي کولو لپاره هر ګام باید د بشري حقونو په برخه کې د اثبات او تایید وړ پرمختګونو له مخې وي.
بینټ خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د روان کړکېچ په اړه بې تړاوه پاتې کېدل به نه یوازې د میلیونونو وګړو کړاو اوږد کړي، بلکې د نړۍ په نورو برخو کې به هم ځپونکي رژیمونه زړور کړي.
ده په پرونۍ ناسته کې وویل چې د طالبانو له ځپنې سره د مبارزې لپاره دوامدار او نړیوال اصولي فشار، د مدني ټولنې قوي ملاتړ او د [طالبانو د] پوښتلو لپاره تزلزل نه منونکي تعهد ته اړتیا ده.
بینټ ویلي: «د قوي او متحد نړیوال غبرګون په تضمین کې ماتې به نه یوازې طالبان نور هم زړور کړي، بلکې د افغانستان د خلګو لپاره او هم ښایي د دې هیواد له پولو دباندې د ویجاړوونکو پایلو د تاریخ تکرار رامنځ ته کړي.»