close

غزني کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: غزني کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مقر او قره باغ ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي وایي، چې لومړۍ پېښه د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو مسافر وړنکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.

سرحد د دې موټرو د ډول او د پیښې د رامنځته کیدو د وخت په اړه جزیات نه دي ورکړي.

د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

په غزني کې د طالبانو د پولیسو ویاند وایي،  چې دویمه پیښه بیا د دې ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي.

د ده په خبره چې دا پېښه کې هم د دوه مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.

هغه د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.

په هېواد کې د ډیری ترافیکي پېښو لاملونه تنګې لارې او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول ګڼل کېږي.