close
DAWN

په دوو جلا بریدونو کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي

پاکستاني چارواکي وایي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي پوستو برید کړی چې په ترڅ کې یې درې پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي او یوولس نور ژوبل دي.

د خراسان ډایري رسنۍ په وینا، دا برید تېره شپه (یکشنبه، ۱۲ د کب) شاوخوا یوه بجه ترسره شوی او د پاکستاني امنیتي چارواکو په وینا تر نښتې وروسته په سیمه کې د څلورو بریدګرو جسدونه هم موندل شوي دي.

بل لور ته پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له خولې خبر ورکړی چې نن (دوشنبه، ۱۳ د کب) د بلوچستان ایالت په کلات ولسوالۍ کې یوې ځانمرګې بریدګرې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر موټریز کاروان برید کړی او د چاودنې په ترڅ کې یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو پاکستانۍ ادارې (PICSS) خبر ورکړی چې د تېري فبروري میاشتې پر مهال په پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي او ورسره د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم لوړوالی راغلی دی.

د دې ادارې په وینا، په فبروري میاشت کې په پاکستان کې ۷۹ بریدونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ۵۵ ملکي وګړي او ۴۷ امنیتي کسان وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی چې له کبله یې پاکستاني چارواکي طالبان تورنوي چې د ټي ټي پي وسلوالو ته یې پټنځایونه ورکړي خو طالب چارواکي دا ادعا ردوي.