اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په تورخم کې تېره شپه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې چې پرمهال یې درې پاکستاني پوځیان ټپيان شوي دي.
سرچینه ادعا کوي، چې جګړه تېره شپه (یکشنبه، ۱۲ د کب) ۱۲:۳۰ بجې د پاکستاني پوځیانو له لوري په ناڅاپي ډول پيل شوې او تر سهاره یې دوام کړی دی.
د سرچینې د ادعا له مخې، جګړه کې طالب لوري پاکستاني پوځیانو ته سخت ځواب ویلی او ان پاکستاني پوځیان یې په تورخم کې له خپلو پوستو په شاه کړي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د پاکستان په بریدونو کې طالب لوري ته کوم زیان نه دی اوښتی.
بلخوا په سیمه کې ځينو سرچینو وویل، چې تورخم ته له جلال اباد څخه تازه دمي طالب سرتیري او نور جنګي مهمات ورسېدلي او په سیمه کې امنیتي وضعیت ترینګلی او د بیا ځلي جګړې احتمال هم شته دی.
د سرچینې په خبره تورخم کې هغه ناروغان چې له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستان ته د تګ په تمه یې تورخم کې شپې او ورځې سبا کولې، د جګړې له وېرې له سیمې جلال اباد ښار او نږدې ولسوالیو ته تللي دي.
پاکستاني چارواکو تراوسه په تورخم کې د یادې جګړې او ورته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
دا نښته داسې مهال رامنځته کېږي، چې د تورخم دروازه د تېرو لسو ورځو راهیسې پاکستاني لوري تړلې ده.
په تورخم کې د طالبانو کمیسار پرون اعلان وکړ چې د تورخم د بیا پرانیستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او پایلې به یې په راتلونکې غونډه کې اعلان شي.
د تورخم د تړلو سره سم، سوداګر له زیان سره مخ دي، او ویل کیږي چې په سلګونو مسافر د کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې دي.
سرچینې وايي، چې پاکستان د طالبانو له لوري د سرحدي تاسیساتو د جوړولو په ځواب کې تورخم تړلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې طالبان د پاکستان په لوري کې پوستې جوړوي.