اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار ولکر ترک وایي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د دولت په ملاتړ له جنسیتي اپارتاید سره مخ دي.
ښاغلي ترک چې نن (دوشنبه، ۱۳ د کب) یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې خبرې کولې، وویل چې په نننۍ نړۍ کې دا وضعیت «بې مخینې» دی.
ده ویلي چې دوی عملا په کور کې زنداني شوې دي او د زده کړو، کار او ازاد تګ-راتګ په شمول د یوه عادي ژوند لپاره له تر ټولو بنسټیزو ازادیو بې برخې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار ویلي چې د افغانستان وضعیت «په ملي کچه ځانځورونه» ګڼل کېږي او دی د دې هیواد د اوږدمهال لپاره اندېښمن دی.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي او هغوی یې د کار او زده کړې له حق څخه بې برخې کړې دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو کارپوهاو د افغانستان له ښځو سره د طالبانو چلند «د بشریت پر خلاف جنایت» بللی و او ویلي یې و چې دا وضعیت «جنسیتي اپارتاید» بلل کېدلای شي.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالان د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو سیاستونه «جنسیتي اپارتاید» او په رسمیت پېژندنه یې غواړي.