اطلاعات روز: د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د روان میلادي کال د جنوري میاشتې پر مهال په افغانستان کې تر ۲۰۶ زره تنه زیات وګړي په تنفسي ناروغۍ اخته شوي او په دې لړ کې ۵۰۶ تنه مړه شوي دي.
دې سازمان په خپل میاشتني راپور کې چې نن (سېشنبه، ۱۴ د کب) خپور شوی، ویلي چې سینه بغل لا هم په افغانستان کې یوه مهمه روغتیایي ننګونه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په دې ناروغۍ د اخته کېدو موارد د ۲۰۲۵ کال په جنوري میاشت کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې په پرتله ۵۴ سلنه او د مړینې موارد یې ۰.۲ سلنه زیات شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: «دا چاره د واقعې د مدیریت پر پیاوړتیا، روغتیایي پاملرنو ته پر ښه لاسرسي او د حاد تنفسي عفوت د اغېز کمولو لپاره د واکسیناسیون او مخنیوونکو اقداماتو پر دوام ټینګار کوي.»
د روغتیا د نړیوال سازمان د ټولې دورې (جنوري) راپور په شري د اخته کېدو اووه زره او ۳۰۳ مشکوک موارد او له دې سره د تړلو ۴۲ مرګونو پېښو خبر ورکړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا شمیرې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې په پرتله ۷۱.۲ سلنه اندېښمنوونکی زیاتوب ښيي. په ډسمبر میاشت کې د اخته کېدو څلور زره او ۲۶۲ او د مرګ ۲۵ پېښې ثبت شوې وې.
دې سازمان زیاته کړې چې د جنوري میاشتې پر مهال په کرونا د اخته کېدو د ۵۶۵ پېښو او درو مړینو خبر ورکړل شوی دی چې د ډسمبر میاشتې په پرتله ۱۴ سلنه کمښت ښیي.
همدا راز د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د راپور په ټوله دوره کې د اوبو د کمښت له وجې د حاد اسهال (آډبلیوډي) اووه زره او ۸۸۵ پېښې او د مړینې دوه موارد ثبت شوي دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان له راپور سره سم، په جنوري میاشت کې په کنګور ناروغۍ د اخته کېدنې مشکوک موارد هم د تېرې میاشتې په پرتله ۲۳ سلنه کم شوي او له امله یې د یوې مړینې او د اخته کېدنې ۲۳ پېښې ثبت شوې دي.
د روان میلادي کال د جنوري میاشتې پر مهال، په ډینګي تبې د اخته کېدو ۷۱ موارد او په ملاریا ناروغۍ د اخته کېدو ۹۹ موارد ثبت شوي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په دې دوو ناروغیو د اخته کېدو شمېرې په پام وړ توګه کمې شوې دي.