اطلاعات روز: د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک هغو هڅو ته په اشارې چې غواړي طالبان د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون د نقض په تور د عدالت په نړیواله محکمه کې محاکمه کړي، ویلي چې موږ طالبانو ته دا پیغام ورکوو چې د دې ډلې اقدامات به بې ځوابه پاتې نشي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې دا څرګندونې نن (سېشنبه، ۱۴ د کب) د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون تر چتر لاندې د افغانستان د تعهداتو په تړاو په برلین کې د یوې غونډې پر مهال کړې دي.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ او د افغانستان د یو شمېر مدني او ښځینه حقونو فعالانو هم ګډون کړی و.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو بندیزونو ته په اشارې ویلي: «طالبان په رښتیا هم د افغانستان د ۵۰ سلنه وګړو لپاره کوهی کني؛ یوازې له دې وجې چې هغوی ښځې دي.»
دې ویلي: «شونې ده چې [د طالبانو اقدامات] ټولنیز حذف وګڼو، یا هم د بشریت پر خلاف جنایت او یا هم د جنسیت پر اساس تعقیب. زه پوهېږم چې ستاسو ډېری یې جنسیتي اپارتاید بولئ، مګر واقعیت دادی چې هیڅ یوه اصطلاح هم نشي کولای چې دا جرمونه په بشپړه توګه بیان کړي.»
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان ښځو ته ویلي: «موږ تاسو نه هېروو. دا غونډه ستاسو په اړه ده. موږ ستاسو غږ اورو او ستاسو تر څنګ یو.»
اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ د روان لمریز کال په تلې میاشت کې طالبانو ته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د نه درېدو په صورت کې به د دې ډلې په مقابل کې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون د نقض په تور د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.
تر دې وروسته ۲۵ نورو هیوادونو هم د دې څلورو هیوادونو د اقدام ملاتړ وکړ او اوس د دې حقوقي بهیر د پیلولو هڅې روانې دي.