close

ټرمپ: د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید مسول نیول شوی

اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد کانګرس ته په خپله وینا کې وویل، چې د ۲۰۲۱ کال د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید طراح چې په هغه کې د ۱۳ امریکایي سرتیرو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول، نیول شوی او امریکا ته د لیږد په حال کې دی.

نوموړي دغه کس هیولا یا لویه بلا وباله او د هغه د نیولو په برخه کې یې د پاکستان له همکارۍ مننه وکړه.

ټرمپ د دغه کس د نیول کېدو یا د هغه د هویت په اړه معلومات ورنکړل. خو سپینې ماڼۍ ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې «محمد شریف‌الله – د داعش ترهګر چې د ابي دروازې برید یې تنظیم کړی و – عدالت ته د مخامخ کېدو لپاره امریکا ته په لاره دی.»

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال، د کابل په هوايي ډګر کې یو مرګونی ځانمرګی برید وشو، چې لسګونه افغان اتباع او ۱۳ امریکایي سرتیري یې ووژل.

د دغه برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې په غاړه واخیست.

ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په وینا کې یو وار بیا له افغانستان څخه د امریکا وتل شرموونکې کړنه یاده کړه.