اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې په تورخم کې نن بیا د طالب او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.
یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا جګړه نن (چهارشنبه، ۱۵ د کب) ۱۱:۰۰ بجې پیل شوې ده.
د سرچینې په خبره، چې پاکستاني پوځیانو د تیر په څیر نن بیا پر طالب پوله ساتو ځواکونو لومړی برید کړی چې په ځوابي برید کې یې طالب سرتیرو په سیمه کې د پاکستان څو پوستې له منځه وړي او دغه راز یې پوځي تاسیسات د خپلو بریدونو موخه ګرځولي دي.
د دې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
هغه ویډیوګانې چې اطلاعات روز ورځپاڼې ترلاسه کړي په کې لیدل کېږي چې دواړه لوري د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادله کوي.
له دې یوه ورځ وړاندې ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی ویلي و، چې په تورخم کې د دوی او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرو څو ورځو له نښتو وروسته وضعیت لاهم جنګي دی او دغلته د کرښې دواړو غاړو ته سیمې تشې شوې دي.