اطلاعات روز: له تېرو دوو اونیو راهیسې د تورخم لارې د تړل کېدو له کبله د جلال اباد ښار په بازارونو کې د ځینو توکو بیې لوړې شوي دي.
د ننګرهار اوسېدونکی سید عمران چې جلال اباد ښار ته د توکو د اخیستو په موخه راغلی، وایي چې د تورخم دروازې په بندېدو سره د تېرې یوې اوونۍ په پرتله د اوړو، مایع غوړیو، بورې او ځینو نورو توکو بیې لوړې شوي دي.
سید عمران زیاتوي: «د تورخم دروازې له تړل کېدو دوه ورځې مخکې هم خوراکي توکي اخیستي وو، خو بیه یې دومره لوړه نه وه اوس چې د تورخم لاره تړل شوې د هر څیز په بیه کې تر پنځوس افغانۍ لوړوالی راغلی چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي او ښاروالۍ هم په بازار کنټرول نه لري.»
د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی عبدالمنان وایي، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره نه یوازې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوي، بلکې په بازارونو کې د مېوو او سبزیو بیې هم ختلي دي.
عبدالمنان زیاته کړه: «د نورو خوراکي توکو بیه خو لوړه شوې، خو د تورخم دروازې بندېدو سره د تازه مېوې لکه مالټو، کېلې، کینو او نورو تازه سبزیو لکه بنډیو، کریله، فاصله بیه هم لوړه شوې، مخکې یو درجن کېلې په پنځوس یا څلوېښت افغانۍ وې خو اوس په ۱۳۰ افغانۍ دې همداسې هر څه.»
نوموړی د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې د خوراکي توکو د نرخونو کنټرول لپاره دې د طالبانو مسوولې ادارې جدي پاملرنه وکړي، څو د بې ثباتۍ مخه ونیول شي.
په همدې حال کې یو سوداګر هدایت الله افغان بیا په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل د تورخم لارې تړل کېدل او دغه راز پر هټۍوالو هم نیوکه کوي چې په روژه کې په خپلسري ډول د توکو بیې لوړوي.
هغه د تورخم لارې نه پرانیستل کېدو ته په اشارې سره وایي، چې دې مسئلې نه یوازې عام وګړي بلکې سوداګر هم له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
افغان زیاته کړه: «له یوې خوا روژه ده او بلې خوا د تورخم لاره تړل شوې نو ځکه خو په بازارونو کې د تازه مېوې، سبزجاتو او نورو لومړینو توکو بیې لوړې شوي دي، ننګرهار ته زیاتره توکي د پاکستان له بازارونو راځي نو کله چې پرې د تورخم لاره وتړل شي دلته ورسره د توکو بیې لوړیږي.»
خو، د جلال اباد ښاروالۍ لپاره طالب ویاند حامد محمودي وایي، په بازارونو کې یې د نرخونو د کنټرول او بې ثباتۍ د مخینوي لپاره ځانګړې نرخنامې پر هټیوالو ویشلي دي.
محمودي زیاتوي: «مونږ د روژې میاشتې لپاره ځانګړې نرخنامې ترتیب کړي او بیا مو پر هټۍوالو ویشلي، دغه راز د تورخم لارې له تړل کېدو سره مو هم خپل څار او کنټرول پر بازار زیات کړی چې د احتکار مخنیوی وکړو او نرخونه په کابو کې وساتو.»
په همدې حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند شاکر الله ساپی وایي، چې د تورخم لارې د تړل کېدو له کبله هره ورځ افغان سوداګرو ته د پنځه سوه زره ډالرو په اندازه مالي زیان اوړي.
ساپی زیاتوي: «د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته هره ورځ د ۵۰۰ سوه زره ډالرو په لګښت زیان رسیږي او د تورخم دواړو خواوو ته له توکو بار لارۍ ولاړې دي، چې دې حالت په سوداګرۍ منفي اغیز کړی او په بازارونو کې ورسره د توکو بیې هم لوړې شوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د تورخم لاره له تېرو دووه اونیو راهیسي د طالب او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته تړل شوې ده.
که څه هم د یادې لارې د خلاصون لپاره دواړو لورو دوه ځلې ناستې کړي، خو پایله یې نه ده ورکړې او لاهم د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.