اطلاعات روز: له ننګرهار څخه سرچینو اطلاعات روز ته خبر ورکړی چې په تورخم کې د طالب او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په نننۍ جګړه کې درې خبریالان ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دا خبريالان نن (چهارشنبه، ۱۵ د کب) تورخم ته د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر «ډیورنډ کرښې» د روانې نښتې د خبري پوښښ په موخه سیمې ته تللي وو چې د پاکستاني پوځیانو له خوا د هاوان مرمۍ په چرو لګېدلي او ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې درې خبریالان ژوبل شوي چې یو یې د شمشاد ټلویزیون خبریال هدایت شاه هدایت، د پژواک خبریال ولي محمد شینواری او د امید راډیو خبریال عزیزالحسن نعماني دي.
د معلوماتو له مخې نن په تورخم کې یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې چې لا هم دوام لري او په کې سپکې او درنې وسلې کارول کېږي.
روانه اوونۍ په تورخم کې د دواړو غاړو ترمنځ دا درېیمه نښته ده چې په وقفه يي ډول رامنځته کېږي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په تورخم کې له پاکستاني پوله ساتو سره د تازه نښتې په تړاو څه نه دي ویلي.