اطلاعات روز: د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د امریکا د ملي امنیت له مشاور مایک والټز سره په خبرو کې د ټرمپ د هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې غواړي په افغانستان کې پاتې شوي امریکایي تجهیزات بیرته تر لاسه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه، ۱۵ د کب) په یوه اعلامیه کې ویلي چې له اسحاق ډار سره پرون د متحده ایالاتو د ملي امنیت د مشاور له لوري اړیکه نیول شوې وه.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې مایک والټز «له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستاني دولت د هڅو په خاطر» د ډونالډ ټرامپ درناوی وړاندې کړ.
د ټرمپ په وینا، پاکستان په تازه توګه د داعش خراسان ډلې د هغه قومندان په نیولو کې همکاري کړې چې د ۲۰۲۱ کال پر مهال پر کابل هوایي ډګر د برید مسوول و.
ټرمپ د سېشنبې په ورځ د امریکا په کنګره کې د وینا پر مهال د داعش د دې قومندان د نیولو خبر ورکړ او له پاکستانه یې مننه وکړه.
د پاکستان لومړي وزیر اعلان کړی چې د داعش لوړپوړی قومندان چې پر کابل هوایي ډګر په برید کې یې رول درلود، د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د افغانستان او پاکستان له سرحدي سیمې څخه نیول شوی دی.
ده نن سهار (چهارشنبه، ۱۵ د کب) پر ایکس ټولنیزې شبکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د داعش دا لوړپوړی قومندان شریف الله نومېده او د افغانستان وګړی دی.
شهباز شریف ویلي چې پاکستان تل له تروریزم سره په مبارزه کې مهم رول درلودلی دی. ده ویلي: «موږ د تروریزم له هرې بڼې سره په مبارزه کې پر خپل تزلزل نه منونکي عزم او ژمنې ثابت قدم پاتې یو.»
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر هم له مایک والټز سره په خبرو-اترو کې ټینګار کړی چې هیواد یې غواړي د ټرمپ تر ولسمشرۍ او حکومت لاندې متحده ایالاتو سره خپلې پخوانۍ او پراخې اړیکې پیاوړې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: «ده همدا راز له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له متحده ایالاتو سره د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او له افغانستان څخه یې د متحده ایالاتو د پاتې شویو نظامي تجهیزاتو د ایستلو په تړاو د ولسمشر ټرمپ د اعلان هرکلی وکړ.»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو په افغانستان کې د پاتې شویو نظامي تجهیزاتو پر بیرته اخیستنې ټینګار کړی دی.
ده په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات په افغانستان کې پاتې دي او اوس د طالبانو له لوري پلورل کېږي.
ټرمپ وویل چې افغانستان اوس مهال په نړۍ کې د نظامي تجهیزاتو په ستر پلورونکي بدل شوی دی.
ده وړاندې ویلي و چې د امریکا په نظامي تجهیزاتو سره د طالبانو پرېډ دی په غوسه کوي.
د متحده ایالاتو ولسمشر له افغانستان سره د دې هیواد مرستو ته په اشارې ویلي: «که طالبان پیسې غواړي، نو هغه نظامي تجهیزات باید راکړي چې ورسره دي.»
دې څرګندونو ته په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په افغانستان کې پاتې شوي نظامي تجهیزات «جنګي غنیمت» ګڼل کېږي.