د افغانستان لسېزو جګړو افغان ماشومان له زدهکړو او بشري حقونو بې برخې کړي، چې ډېری یې د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو په موخه درنو کارونو ته اړ شوي دي. دا ستونزه بیا په هغو سیمو کې ډیره جدي ده، چې جګړو ځپلې وي، خلک یې بې وزله او د نشه یي توکو کارونه په کې عامه وي.
نیمروز چې له ایران سره ګډه پوله لري، د هیواد له هغو ولایتونو دی چې زیات شمیر کسان په کې په نشهيي توکو روږدي دي او په دې وروستیو کې دغلته د روږدو د مړینې کچه هم لوړه شوې، چې د نورو لاملونه ترڅنګ دا چاره د دې لامل شوې، چې د کورنیو د مسوولیتونو دروند پیټې د ماشومانو پر اوږو بار شي.
په دې ولایت کې ګڼ شمیر ماشومان د خښتو په بټیو، موټرو جوړولو په ورکشاپونو، ډوډۍ پخولو، او موټر مینځلو په مرکزونو کې شاقه کارونه کوي، چې ډېری یې بې سرپرسته د تېر نظام د سرتېرو ماشومان او یا د هغو کسانو اولادونه دي چې پلرونه یې پر نشو روږدي دي.
د دې ولایت په مرکز زرنج ښار کې د موټرو جوړولو په یوه ورکشاپ کې دوه ماشومان، چې سره ورونه دي، په شاقه کار بوخت دي او ورکشاپ مالک هر یوه ته د میاشتې یوازې ۲۵۰۰ افغانۍ مزدوري ورکوي، چې د سخت کار په مقابل کې کم معاش بلل کېږي او په دې پیسو د دوی ورځنۍ اړتیاوې نه پوره کېږي.
د دغه دوو ورونو څخه يې ۱۲ کلن احمدالله وايي، چې پلار يې د تېرو شپږو کلونو راهیسې په نشه یي توکو روږدی دی او د کور مسووليت دوی او مور ته یې ور د غاړې دی.
هغه د اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې مور يې په کلي کې د نورو په کورونو کې د کاليو د مینځلو دنده ترسره کوي او د دوی سره په ګډه د کور لګښتونه پوره کوي.
د دغه ماشوم په وینا، چې پلار یې ټوله ورځ په کور کې پروت وي او نه یوازې داچې د کور لګښتونه پوره کوي، بلکې د خپل پلار د نشو پیسې هم دوی ورکوي.
احمدالله وویل: «زه او زما دغه ورور هره ورځ دلته راځو په دې ځای کې مزدوران يو هر يوه ته د مياشتې ۲۵۰۰ افغانۍ راکوي د کور ټول مصرف زه زما ورور او زما مور پوره کوي ترڅنګ يې د پلار لپاره نشه یي توکي هم اخلو په کور کې ۷ تنه يو چې مزدوري موږ او زموږ مور ونه کړي د شپې ډوډۍ هم نه پیدا کېږي، په دغه يوه کال کې هيچا هيڅ ډول مرسته نه ده راسره کړي.»
دغه راز د زرنج ښار په يوه څنډه کې د عبیدالله په نوم يو ۱۶ کلن ماشوم چې پلار يې په تيرو جګړو کې وژل شوی په يوې ساختماني پروژه کې د سهار څخه تر ماښام په درنو کارونو بوخت وي.
هغه وايي، چې د زده کړو ترسره کيدل يې د ژوند له ارمانونو څخه دي، خو په خبره يې چې د کورنۍ دروند مسووليت اړ کړی چې زده کړو ته شاه کړي او شاقه کارونه وکړي.
نوموړی زياتوي، چې د ټولې ورځې مزدوري يې ۱۲ وچې ډوډۍ کېږي چې د دوی د کورنۍ اړتياوې نه پوره کوي.
د ده په وینا، تردې مخکې يې څو ځله پلان جوړ کړی چې د ځان او کورنۍ د ښه راتلونکي لپاره په قاچاقي ډول ايران هېواد ته ولاړ شي ځکه اوسنۍ ګټه يې دومره نه ده چې خپلې ستونزې ورباندې حل کړي.
عبیدالله وویل: «غواړمه ايران هېواد ته ولاړ شم ټوله ورځ د سهار څخه تر ماسخوتن پورې کار کوم ۱۲ کوچنۍ وچې ډوډۍ مو مزدوري شي مخکې کې مې هم هڅه کړي ده چې ايران هېواد ته ولاړ شم خو داځل چې پسرلي راشي حتمن ځمه.»
د زرنج ښار په هره جاده کې د ورځې پرمهال لسګونه داسې ماشومان ليدل کېږي چې په شاقه کارونو بوخت وي او ياهم فقر کوي.
د نيمروز د کار او ټولنيزو چارو په ریاست کې یوې سرچینې بیا وویل، چې په دې ولایت کې نه يوازي نيمروزي بي سرپرسته ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي، بلکې په وينا يې چې سلګونه هغه ماشومان هم بي برخليکه دي چې د نورو ولايتونو دي او د ايران حکومت لخوا په جبرې ډول دغه ولايت ته راشړل شوي دي.
سرچینه وايي، چې د نورو ګډوالو ترڅنګ هره ورځ سلګونه افغان ماشومان د ايران هېواد څخه نيمروز ته راشړل کېږي چې ډيری یې همدلته د يوه نامعلوم برخليک سره پاتې وي.
سرچینې وویل: «په نيمروز ولايت کې د ټول افغانستان ماشومان شته چې په شاقه کارونو بوخت دي ځکه د بېلابېلو ولايتونو څخه کم عمره هلکان ایران ته تللي وي چې د ايران د حکومت لخوا څخه بیرته ته مرز ته راستول کېږي ځينئ يې کورونو ته نه ستانه کېږي او دلته زرنج ښار کې پاتې وي.»
ورته مهال نيمروز کې د طالبانو مسوولين هم مني چې ياد ولايت کې په شاقه کارونو د بوختو ماشومان شمير زيات دی، خو زياتوي چې د دغه ماشومانو د ښې راتلونکي لپاره هڅې کوي.
د نيمروز د کار او ټولنيزو چارو طالب ریيس مولوي محمد قاسم مبشر وايي، هغه ماشومان چې بې سرپرسته دي دغه رياست يې د راټوليدو په هدف سروي پیل کړې ده.
هغه وايي، ياد ماشومان به راټول او د ولايت په کچه شته دولتي روزنتونونو کې به يې د زده کړو او ښې پالنې په هدف جذب کړي.
مبشر زياتوي: «ټاکل شوې کمیټه په دوامداره توګه له کوڅو څخه بې سرپرسته او یتیم ماشومان راټولوي د یتیمانو او بې کوره ماشومانو د ملاتړ لپاره زموږ هڅې روانې دي د هغوی کورنيو سره به هم د حکومت د مشرتابه (هبت الله) په ځانګړي سپارښتنه مرستې کېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) څه موده مخکې ويلي و، چې په ټول افغانستان کې نږدي یو ميليون ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي او ترڅنګ يې زيات شمير نور داسې ماشومان هم شته چې ګدايي کوي.
همدارنګه په تير ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د ماشومانو له کار سره د مبارزې په ورځ ویلي و، چې افغانستان کې نږدې ۲۰ سلنه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي. د دغه سازمان په خبره چې په شاقه کارونو بوخت ماشومان، د ماشومانو د هر ډول حقوقو څخه بې برخې او هره ورځ د درنو کارونو په ترسره کيدو سره هڅه کوي چې د کورنۍ لپاره ډوډۍ وګټي. اوچا ټینګار کړی و، چې هر ماشوم د زدهکړو د فرصت او په خوندي چاپېریال کې د ژوند کولو حق لري.