اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې یو کس خپله ۲۸ کلنه مېرمن چې شاوخوا لس میاشتې یې د واده کیدلې په زندۍ وژلې ده.
د سیمې یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۱۷ د کب) د ګوشتې ولسوالۍ اړوند «ماماخېلو» سیمه کې رامنځته شوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې یاده ښځه یوکال وړاندې کونډه شوې وه، چې د خپل خاوند له مړینې وروسته یې لیور په نکاح کړې وه، چې تېره ورځ یې په خپل کور کې زندۍ کړې او وژلې ده.
سرچینه زیاتوي چې له وژل شوې ښځې دوه ماشومان چې له تیر خاوند څخه یې پاتې وو بې سرپرسته پاتې شول، ځکه چې نوی خاوند یې له یادې پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
ورته مهال ګوشته کې د طالبانو ځایي چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یي دي چې د خاوند لخواد وژل شوې میرمنې د قتل انګېزه تراوسه معلومه نه ده، خو په اړه یې څېړنې روانې دی.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي زور اخیستى چې ځینی یې په وژنو تمامیږی.
بې روزګاري، فقر، په بدو کې د نجونو ورکړه او کورنی تاوتریخوالی د دا ډول پېښو عمده لاملونه بلل کېږي.